د لاسرسي ځای

افغانستان: ازبکستان ته د وسله والو د اوړېدو مخنیوی کوو


محمد حنیف اتمر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار

افغانستان ازبکستان ته ډاډ ورکړی چې هېڅ يوې وسله والې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې تر پولې ور واوړي او هغه هېواد ته زيان ورسوي.

د يکشنبې يه ورځ خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دا ډاډ په تاشکند کې له خپل ازبک سيال سره د ليدو پر مهال ورکړ.

خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې دواړه لوريو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پر څرنګوالي، د نشه توکو د قاچاق پر مخنیوي او په سیمه کې د سازمان شويو جرمنو د له منځه وړلو پر موضوع خبرې وشوې.

محمد حنیف اتمر د ازبکستان امنیتي ټیم ته وويل چې افغانستان د ازبکستان دښمن خپل دښمن بولي او په وړاندې یې له هیڅ ډول اقدام څخه دریغ نه کوي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو پریکړه وکړه، چې د همکاریو د دوام او څرنګوالي په موخه به د دوه اړخیز هوکړه لیک پر ترتیب مشترک کار کیږي.

د دې هوکړه لیک له تایید وروسته به افغانستان او ازبکستان د مستیقمو اړیکو په ترڅ کې امنیتي او سیمه ییزو ګواښونو ته د حل لارو په پیدا کولو کې پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG