د لاسرسي ځای

په خیبر پښتونخوا کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې د خپلو غوښتنو په حق کې د روانې میاشتې په اووه ویشتمه نیټه د لیډي ریډینګ روغتون د تړلو او اسلام اباد ته د احتجاجي لاریون اعلان کړی دی.

د دې اتحادیې یو مشر ډاکټر احمد زیب د شنبې په ورځ وویل چې د روغتون انتظامیې د خپلې نااهلۍ پټولو لپاره د دوي ۵ ځوانان ډاکټران د خپل نوکریو نه لیري کړي دي.

ډاکټر احمد زیب وویل که غوښتنې يي نه منل کیږي نو اسلام اباد بني ګاله کې به د تحریک انصاف د مشر عمران خان د کور په لور احتجاجي لاریون کوي.

د صوبې د حکومت له خوا لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG