د لاسرسي ځای

د امریکه د دفاع وزیر جیمز میټیس وايي دی باور لري چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي اوس هم ژوندی دی.

د جیمز میټیس دا بیان د جمعې په ورځ له هغه وروسته خپور شوی دی چې روس او په شام کې د بشري حقونو د څار لندن میشتې ادارې وویل چې بغدادي د روس له خوا په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.

امریکايي ، عراقي او مغربي چارواکو لا د دې رپوټونو پخلی نه دی کړی.

د بغدادي د مرګ په اړه تر دې وړاندی هم رپوټونه راغلي وو خو وروستو يي سپیناوی نه وو شوی.

XS
SM
MD
LG