د لاسرسي ځای

د پاکستان پولیس وايي، په کراچۍ کې د وسله والو له خوا په ډزو کې درې پولیس چارواکي او یو لاروی وژل شوي دي. وسله وال چې په موټرو سایکلو سواره وو په تېښته کې بریالي شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر نعیم صدیقي بېګا رسنیو ته ویلي دي چې دا برید د جمعې پر ورځ د کراچۍ په کورنګي سیمه کې شوې دی چې دوه کسان یې نور ټپي کړي هم دي.

د جناح روغتون ویانده ډاکټر سیمي جمالي وايي چې روغتون ته درې مړي وروړل شوي وو او یو بل زخمي په روغتون کې ساه ورکړې ده.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG