د لاسرسي ځای

شکېب مستغني: نړیوال باید په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي


شکېب مستغني

د افغانستان حکومت وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پر پاکستان فشار راوړي چې پر خپله خاوره د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ټولو وسله والو ډلو پر ضد کوټلي اقدامات کوي او د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی.

دا خبره د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبریالانو ته په وینا کې کړېده.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي، په قبایلي سیمو کې د وسله والو ضد عملیاتو له کبله د حقاني شبکې وسله وال اوس په افغانستان کې فعالیت کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني رپورټ کې پر پاکستان ږغ کړی چې پر خپله خاوره دې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې لا هم یو شمېر وسله والې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې تېر کال په افغانستان کې شوې حملې حقاني وسله والې شبکې له پاکستانه پلان کړې وې.

په رپورټ کې راغلي چې پاکستان تېر کال د هغو وسله والو ډلو ضد اقدامات کړي چې هغه هېواد یې په نښه کاوه.

خو نفیس زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ترهګرۍ پر ضد د اسلام اباد بریاوې نړیوالې ټولنې هم منلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپورټ کې راغلي چې پاکستان د حقاني شبکې او افغان طالبانو پر ضد اقدامات نه دي کړي او تېر کال هم لشکر طیبه او جیش محمد ډلو په هغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی وو.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا او افغان ځواکونه د پاکستان په اړه داسې څرګندونې کوي بلکې له اوږدې مودې راهسې له پاکستانه غوښتنه کوي چې په خپله خاروه کې دې د وسله والو مرکزونه له منځه یوسي.

پاکستان وايي ، دوي د هر ډول ترهګرۍ خلاف دي ، د وسله والو ضد بې توپیره عملیات کوي او په پاکستان کې امن غواړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG