د یونان په ټاپوګانو او د اېجیین سمندرګي په ترکي ساحل کې زوروره زلزله راغلې.
چارواکي وايي، د جمعې پر سهار وختي په راغلې زلزلې کې ودانیو ته زیان رسېدلی او لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د یوه ټاپو ښاروال یونانیو رسنیو ته ویلي چې په زلزله کې یو شمېر کسان ژوبل دي. په زلزله کې د ټاپو بندر ته هم زیان رسېدلی دی.
د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، پر رېښتر درجې د زلزلې زور ۶،۷ وو او مرکز یې له بودروم سیمې څخه ۱۰ کیلومیټره لرې او ۱۰ کیلومیټره ځمکلاندې وو.
د ترکیې د مغلا والي ویلي، لومړنۍ ارزونه ښيي چې زلزلې څه لوی ځاني زیان نه دی اړولی.