د لاسرسي ځای

د بخښنې نړېوال سازمان د افغانستان د مهمې قانوني مسودې هرکلی کړی


د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) د افغانستان د عدلیې وزارت د هغې قانوني مسودې هرکلی کړی چې په هغه هېواد کې به د مرګ سزا محدوده کړي.

د پنجشنبې پر ورځ د عدلیې وزارت وویل، مسوده یې پارلېمان ته منظورۍ ته استولې چې پکې د عمر قید سزا له ۲۰ څخه ۳۰ کلونو ته لوړولو او په دې ډول د مرګ سزا محدودولو سپارښتنه شوې.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان برخې څېړونکې حوریې مصدق بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د مرګ سزا دې بشپړه ختمه کړي.

نوموړي وویل،د بښنې نړیوال سازمان دغه اقدام چې د اعدام حکم تر ډېره حده کموي، دا یو ډېر ښه قدم بولي او همداراز، له افغان حکومته دا غوښتنه کوي چې د اعدام حکم یا د مرګ سزا بالکل له منځه یوسي.

حوریې مصدق زیاته کړه چې د مرګ سزا له بشري حقونو او له یو شمېر هغو نړیوالو قوانینو سره چې افغانستان لاسلیک کړي، په ټکر (یا تضاد) کې ده.

XS
SM
MD
LG