د لاسرسي ځای

شکېب مستغني: نړوال باید په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي


افغان حکومت وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پر پاکستان فشار راوړي چې پر خپله خاوره د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي.

دا خبره د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني د پنجشنبې پر ورځ تر هغې وروسته مشال راډیو ته وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې لا هم یو شمېر وسله والې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري.

په رپورټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې شوې حملې حقاني وسله والې شبکې له پاکستانه پلان کړې وې. خو اسلام اباد وايي، د عملیاتو له کبله د حقاني شبکې وسله وال اوس په افغانستان کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG