د لاسرسي ځای

پاکستان ویلي، د ټولو وسله والو ډلو پر ضد کوټلي اقدامات کوي او د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی.

دا خبره د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا تېر ماسپښين په اسلام اباد کې تر هغې وروسته خبریالانو ته کړې چې د چارشنبې یا شورو پر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې ترهګرۍ په اړه خپل رپورټ خپور کړ.

په رپورټ کې راغلي چې پاکستان تېر کال د هغو وسله والو ډلو ضد اقدامات کړي چې هغه هېواد یې په نښه کاوه.

زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ترهګرۍ پر ضد د اسلام اباد بریاوې نړیوالې ټولنې هم منلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپورټ کې راغلي چې پاکستان د حقاني شبکې او افغان طالبانو پر ضد اقدامات نه دي کړي او تېر کال هم لشکر طیبه او جیش محمد ډلو په هغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG