د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې پر ایډز د اخته کېدو کچه ټیټه شوې


ملګرو ملتونو د پنجشنبې پر ورځ یو راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي د ایډز له وجې په ۲۰۱۶ م کال کې یو میلیون خلک وژل شوي دي.

دا په ۲۰۰۵م کال د یادې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو نیم په نیمه کم دي.

د معلوماتو له مخې د دغې وژونکې وبا له کبله تر ټول زیات کسان په ۲۰۰۵ م کال کې وژل شوي وو. خو د ملګرو ملتونو لخوا د ایډز په اړه په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې له یادې ناروغۍ سره د تړلو مرګونو شمېره په ختیځه اروپا، مرکزي اسیا او منځني ختیځ کې زیاته شوې ده.

په راپور کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په ایډز ککړو ناروغانو ته د طبي سهولتونو د رسیدو کچه په لومړي ځل پنځوس په سلو کې زیاته شوې ده.

په ۲۰۱۶ م کال کې د نږدې شپږ دیرش نیمو میلیونو خلکو څخه چې په ایډز اخته وو، یوازې نولس نیمو میلیونو خلکو د درملنې سهولتونو ته لاس رسی لرلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG