د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا اصلاحاتو لپاره احتجاج ته دوام ورکوو'


د قبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان ته د خېبر پښتونخوا ګورنر هاوس چارواکو ډاډ ورکړی چې په راتلونکې مياشت کې به په قبايلي سيمو کې د آييني او انتظامي اصلاحاتو په عملي کولو لاس پورې کړي.

د دې سازمان مشر شوکت عزيز د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د حقوق قبايل په نامه د تحريک پیلولو پر وخت مشال راډيو ته وويل چې پرون ناوخته د ګورنر هاوس له چارواکو سره په ناسته کې چې ګورنر هم موجود وو، دوی ته ډاډ ورکړل شو چې د ۱۴م اګست مخکې به د قبايلي سيمو په ايیني او انتظامي اصلاحاتو لاس پورې کړي.

عزيز زياتوي که د دوی دغه غوښتنې ونه منل شي نو بيا به خپله د راتلونکې کړنلاره ټاکي.

تر دې مخکې شوکت عزيز مشال راډيو ته ويلي وو چې له چارواکو سره د دوی خبرې ناکامه شوي او تر هغې به يې د ګورنر دفتر مخې احتجاج روان وي تر څو چې قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې نه وي شاملې کړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG