د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: طالبانو پر ګرشک ولسوالۍ حمله کړې


افغان چارواکي وايي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو بريد کړی دی چې امنيتي ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي.

دهلمند د والي ویاند عمرځواک نن مشال ريډيو ته وويل چې دا بريدونه په یوه وخت کې دامنیتي کمربند پرڅلورو مهمو نقطو پیل شو. د هغه په وينا تراوسه شپږ امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي. نوموړي زياته کړې چې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۸ وسله وال وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي.

ځواک وویل وسله والو دسربند، ده ادم خان، پارچاوې او اب پاشک په سیمو کې پر امنيتي پوستو موټر بم ځانمرګي بريدونه وکړل او ورپسې يې وسله والې حملې ته زور ورکړ خو د هغه په وينا په شاتمبول شوي دي. طالبانو مطبوعاتو ته په لېږلي ايميل کې د بريد زمه واري منلې ده.

پر ګرشک ولسوالۍ په داسې حال کې دروند بريد کيږي چې د جولايي په ۱۷ تاريخ افغان ځواکونو له طالبانو څخه د ناوې ولسوالۍ ونيوله. د هلمند دا ولسوالي نهه مياشتې د طالبانو په کنټرول کې وه.

په دې اړه انځوريز رپورټ دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG