د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر ۴ عمليات: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ


د پاکستان پوځ وايي د خيبر ۴ په نامه د دوی نوو عملياتو په اړه د افغانستان دفاع وزارت څرګندونې غير ضروري دي. پوځ د جولايي په ۱۹ تاريخ (سه شنبه – نهې) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغان چارواکو خبرې د ترهګرۍ په وړاندې د اسلام اباد او کابل د همکاريوو د هلو ځلو سره په تضاد کې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وياند جنرل دولت وزيري پرون مشال ريډيو سره خبرو کې ويلي وو چې که پاکستان غواړي په سيمه کې ترهګري له منځه لاړه شي نو په خپلو ښارونو کې دې د وسله والو پر ضد عمليات وکړي. هغه زياته کړه: ((د ترهګرو مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي. په پنجاب، کراچۍ، پېښور او نورو سیمو کې دي.))

جنرال وزيري: پاکستان دې په خپلو لويو ښارونو کې عمليات وکړي
جنرال وزيري: پاکستان دې په خپلو لويو ښارونو کې عمليات وکړي

د روانې جولايي مياشتې په پېل کې د امریکایي سينيټرانو یوه پنځه کسیزه ډله اسلام‌اباد او کابل ته تللې وه. تر هغې وروسته افغان او پاکستاني چارواکي سلا شوې وو چې د د دواړو هيوادونو پوځیان به په يو وخت د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو ته عمليات کوي او که ضرورت وو، يو بل سره به د وسله والو د حرکتونو په اړه معلومات شريکوي. د دې همکاريوو څارنه به امریکا او چين کوي.

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور په پرونۍ خبرپاڼه کې وايي چې د دې هوکړې په رڼا کې يې د خيبر ایجنسۍ په راجګل سيمه کې د داعش مخنيوي لپاره عملياتو په اړه افغان چارواکو ته په خوله او ليکلي شکل معلومات ورکړې وو. د افغانستان دفاع وزارت دا مني چې په شفاهي ډول (ناليکلي شکل) موضوع له دوی سره شریکه شوې ده خو د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن (د جولايي په شلمه) مشال ريډيو سره خبرو کې زياته کړه چې موافقه پر دې نه‎وه شوې چې پاکستان به په خپل سر د ډیورند کرښې ترڅنګ عملیات کوي.

هغه زياتوي: ((فیصله شوې وه چې زموږ د معلوماتو پر بنياد به دوی په خپله خاوره کې د وسله والو ځپلو لپاره عمليات کوي او د دوی معلوماتو پر بنسټ به موږ په خپله خاوره کې داسې کوو. اوس دوی په خپل سر ډيورنډ کرښې سره نيزدي عمليات پیل کړي دي. دلته د ترهګرو مرکزونه نشته.))

ميجر جنرل آصف غفور: د افغان چارواکو څرګندونې غيرضروري دي
ميجر جنرل آصف غفور: د افغان چارواکو څرګندونې غيرضروري دي

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیي، ایس، پي، آر) مشر ميجر جنرل آصف غفور د جولايي په شپاړسم تاريخ وويل چې د خيبر ايجنسۍ په راجګل کې يې ځکه عمليات پېل کړې دي چې دغلته ځينې سيمې تېرو پوځي عملياتو کې له وسله والو نه وې پاکې شوې او له پولې آغاړه څخه ورته د داعش د ورتګ خطر موجود دی. د پاکستان پوځ وايي دوی د دې عملياتو په اړه د افغان چارواکو تر څنګ په کابل کې د ناټو ځواکونه هم خبر کړي وو.

راجګل د افغانستان ننګرهار ولايت اچین ولسوالۍ ته نېږدې پرته سیمه ده. افغان ځواکونه دې او ورسره نيزدي نورو ولسواليوو کې د داعش وسله والو پر ضد عمليات کوي او وايي د دې ډلې مرکزونه یې له منځه وړې دي.

XS
SM
MD
LG