د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د خلیج په سفارتي کړکېچ خفه یو


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي ، دوي په خلیج کې د رامنځ ته شوي سفارتي کړکېچ د هواري لپاره د کویت د هڅو ملاتړ کوي.

نواز شریف دا خبره د سېشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر شېخ محمد عبدالرحمان الثاني سره د لیدو کتو پر مهال کړې ده.

د پاکستاني وزیراعظم دفتر په یو خبرپاڼه کې ویلي ، نواز شریف پر دې خبره تینګار وکړ چې پاکستان د خلیج له ټولو هیوادونو سره نژدې اړیکې لري او هلته د ځینو هیوادونو ترمنځ د رامنځ ته شوي سفارتي کړکېچ په اړه اندېښمن دی.

خبرپاڼه لیکي چې شېخ محمد عبدالرحمان الثاني د سعودي عرب ، متحده عرب اماراتو ، بحرین او مصر غوښتنو ته د قطر د غبرګون په اړه مالومات وړاندې کړل.

دا له هغه وروسته ده چې یادو هیوادونو له قطر سره له دې کبله سفارتي اړیکې شلولې دي چې د دوي په وینا یاد هیواد له ترهګرو سره مرسته کوي خو د قطر چارواکي دا خبره ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG