د لاسرسي ځای

سپریم کورټ په دریمه ورځ د پاناما اسنادو مقدمې اورېدنه کوي


د پاکستان سپریم کورټ

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نون ډلې یاد رپوټ رد کړی او په سپریم کورټ کې خپله دفاع کوي.

د پاکستان سپریم کورټ نن په دریمه ورځ د پاناما اسنادو په اړه د مقدمې اورېدنه کوي.

ټاکل شوې ده چې د وزیراعظم نواز شریف وکیل خواجه حارث به نن بیا د ګډې پلټنیزې ډلې د رپوټ پرضد خپل دلیلونه وړاندې کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو له خوا د دوشنبې په ورځ عدالت ته بیانونه ورکړل شو او سپریم کورټ پرون وویل ، د ورسپارل شوو اسنادو تر جاج وروسته به د وزیراعظم نواز شریف د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

په پاناما اسنادو کې پر نواز شریف او د هغه پر کورنۍ د لګول شوو تورونو د پلټلو لپاره جوړې ګډې پلټنیزې ډلې خپل رپوټ د روانې میاشتې پر لسمه نېټه سپریم کورټ ته وړاندې کړی وو.

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نون ډلې یاد رپوټ رد کړی او په سپریم کورټ کې خپله دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG