د لاسرسي ځای

ملاله يوسفزۍ: نايجېريا دې د تعليمي نظام پر ښه کولو تمرکز وکړي


ملاله يوسفزۍ د نایجېریا له سرپرست ولسمشر يېمين اوسين باجو سره ملاقات کوي

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ له نایجېریا غوښتي چې د تعليمي نظام پر ښه کولو تمرکز وکړي. نوموړې دغه غوښتنه له دې هیواد څخه د کتنې په ترڅ کې وکړه. ملالې یوسفزۍ د چیبوک له یوشمیرنجونو زده کونکو سره چې دې ورته کمپاین کړی وکتل.

د خېبر پښتونخوا د سوات دغه ۲۰ کلنه مبارزه چې په ۲۰۱۲ م کال کې د وسله والو طالبانو لخوا تر بريد او ټپي کېدو وروسته ډېره پیژندل شوې، ملګروملتونو د روان کال په اپريل میاشت کې د سولې پیغام وړونکې ونوموله چې په نړۍ کې د نجونو د زده کړې د پراختیا لپاره کار وکړي.

په ابوجا کې د نایجېریا له سرپرست ولسمشر يېمين اوسين باجو سره له کتنې وروسته ملالې وویل چې حکومت باید د تعليم په برخه کې په ټول هیواد کې یو بېړنی حالت اعلان کړي ځکه پر لومړنیو زده کړو برابر نژدې نیمایي ماشومان له ښونځيو بې برخې دي. د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې په نايجېريا کې شاوخوا ۱۰ عشاريه پنځه مليونه ماشومان له ښوونځيو بهر دي.

XS
SM
MD
LG