د لاسرسي ځای

د اروپايي اتحادیې بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې پر ورځ پریکړه وکړه چې پر ولسي وګړیو د کیمیاوي وسلو کارولو په تور به د شام پر نورو ۱۶ کسانو بندیزونه عملي کړي.

په دې ۱۶ کسانو کې اته لوړ پوړي پوځي چارواکي او نور سیاستوال دي.

اروپايي ټولنه وایي، دا ۲۲۵ کسان په شام کې د ولسي ابادۍ پرضد د تشدد کارروایانو، له رژیم سره د ملاتړ یا له هغې ګټه پورته کولو او یا له دې کسانو سره د اړه لرولو لپاره تورن ګرځول شوي دي.

دا بندیزونه تر اوسه پر ۲۲۵ کسانو عملي شوي دي. په دې کې د اثاثو کنګلول اود اروپايي ټولنې ۲۸ هېوادونو ته د یادو چارواکو پر سفر بندیزونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG