د لاسرسي ځای

امریکا: پر ایران به د بندیزونو نرمولو بهیر دوام ولري


د امریکا او ایران بېرغونه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامې د دوشنبې په ورځ د دې خبرې بخلی کړی دی چې ایران د ۲۰۱۵ کال پر ايټمي تړون عمل کوي او پر دې هېواد به د بندیزونو نرمولو بهیر به جاري وي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې په عین حال کې دا ژمنه هم کړې ده چې د بېلسټیک توغندیو د ازموینې او ځینو نورو مسلو له کبله به پردې هېواد بندیزونه پر ځای پاتې شي.

ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه تر کار پیلولو وړاندې ویلي وو چې دا تړون ناسم دی او دی به یې ختم کړي.

خو اوس د نوموړي ادارې ویلي چې ایران د ایټمي تړون په نتیجه کې د اټومي وسلو له جوړولو نه منع شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دوشنبې په ورځ ویلي چې د هغه هېواد او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادنو ترمنځ د یټمي تړون راتلونکي په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اړخه متضادې اشارې ترلاسه کېږي.

جواد ظریف په نیویارک کې ویلي چې ایران د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اړخه داسې متضاد اشارې ترلاسه کوي چې دوی پرې نه پوهېږي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران د ایټمي تړون په برخه کې سنجیده دی او د یټمي بندېزونو لرې کولو په بدل کې به د خپلو ایټمي فعالیتونو په لړ کې د محدویتونو پابندي کوي.

د نړۍ شپږ ځواک من هیوادونه – امریکا ، چین ، روس ، جاپان ، فرانس او جرمني په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره د دې هیواد د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه هوکړې ته رسېدلي وو.

د دې تړون له مخې ایران د ایټمي فعالیتونو پر محدودولو سلا شوی وو او نړیوالو د دې په بدل کې ژمنه ورسره کړې وه چې په ورو ورو به اقتصادي بندیزونه ورڅخه لرې کوي.

د یادو شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران چارواکو په خپلو څرګندونو کې یاد تړون داسې یو ګام بللی وو چې یوې غاړې هم پکې ماتې نده خوړلې بلکې دواړه لورې بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG