د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې شپږ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې د دوشنبې ورځې ماښام اوه بجې د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د چینو په سیمه کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو په ګاډو د وسله والو لخوا برید وشو، چې د پولیسو په متقابلو ډزو کې شپږ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پکتیا د امنیه قوماندانی ویاند سردارولي تبسم مشال راډیو ته وویل، چې په یاده جګړه کې درې وسله وال وژل شوي، درې ټپیان دي او دوه موټر سایکلونه هم د پولیسو لاسته لویدلي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانی ویاند زیاتوي، ملي پولیسو بېګاه شپه د خپلو کشفي مالوماتو پر اساس په شواک ولسوالۍ کې ۱۸ فیره د هاوان ګولی او د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې ۱۶ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه هم کشف او ترلاسه کړي دي.

((بیګاه اوه بجې د سیمه ییزو او ملي پولیسو په قطار باندې د سید کرم ولسوالۍ د چینو په سیمه کې د دولت د وسلع والو مخالفینو لخوا انداختونه وشول، چې د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې د وسلوالو درې کسان وژل شوي، درې ټپیان دي او دوه عرادې موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي، همدارنګه پولیسو د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې د خپلو کشفي مالوماتو پر اساس ۱۶ د پرسونل ضد ماینونه کشف کړي، همدارنګه د شواک ولسوالۍ پولیسو هم ۱۸ فیره د هاوان مرمۍ کشف کړي او لاسته راوړي دي.))

د ده په وینا د یادو ماینونو او مرمیو په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو کشفي ادارو يې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې وسله والې د پولیسو د ادعاوو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG