د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو له طالبانو د ناوې ولسوالۍ مرکز ونيو


د افغان پوځ په سلګونو سرتیري نن د ناوې ولسوالۍ بازار ته ننوتل. دوی لومړی خلکو ته ډاډ ورکړ چې طالبان يې له دغه ځايه ويستلي دي. ځواکونو د خپلې بريا لمانځلو لپاره هوايې ډزې هم وکړي. ناوه شاوخوا نهه میاشتې دوسلوالو په ولکه کې وه.

افغان ځواکونو د ناوې ولسوالۍ بیا نېولو لپاره دغه عملیات درې ورځې وړاندې پېل کړې وو. که څه هم دناوې ځينې سیمې لا هم د وسله والو طالبانو سره دي خو د دوشنبې په سهار امنیتي ځواکونه وتوانیدل چي دولسوالۍ تر مرکز ونيسي.

دلته سرتیري بوخت دي. ځیني يې دوسله والو سپین بیرغونه راښکته کوي او پر ځای یې د افغانستان زرغون، سور او تور ملي بېرغ لګوي. ځيني نور بيا د ناوې بازار پر چوک دفدايي په نوم ودرول شوې لوحه ماتوي.

دسرحدي پولیسو د څلورمې لیوا قومندان سمونوال ظاهرګل مقبل دناوې ولسوالۍ په بازار کې د ازادۍ راډیو خبريال ته وویل چې د دریو ورځو په دغو عملیاتو کې په لسګونو وسله وال وژل خو يو افغان سرتيری وژل شوی دی. شپږنور ټپیان شوي دي.

په ناوې بازار کې لا هم دوکانونه تړلي دي. ډېر ولسي وګړي نه ښکاري. د پوليسو ګڼ ګاډي پر مرکزي لار ولاړ دي. د پولیسو یوه ډله د وسله والو لخوا ايښودل شوي ماينونه له منځه وړي. دا په هلمند کې په تېر یوه کال کې دافغان ځواکونو لومړی لوی پرمختګ دی.

خو دلته پراخ زيانونه اوښتي دي. ولسوالي او امنيه قومانداني ودانۍ نه لري. پلچکونه او لارې خرابې دي. چارواکي وايي اوس چې افغان ځواکونو کنټرول تر لاسه کړی نو پرمختيايي کارونه به زر پيل شي.

XS
SM
MD
LG