جنوبي کوریا نن له خپل سيال هېواد شمالي کوریا سره په پوځي کچه د خبرو او پر ناارامه پوله د پاروونکو فعاليتونو ودرولو وړاندېز کړی دی.
د جنوبي کوریا د دفاع مرستیال وزیر سو چو سوک دا خبرې تر دې وروسته کړې چې دې ورستیوو اونیو کې د شمالي کوریا لخوا د څو ميزايل ازموينو وروسته د دغه هېواد له جنوبي کوریا، امریکا او جاپان سره تاوتریخوالی زيات شو او ځينو نورو هېوادونو یې غندنه وکړه.
د دفاع مرستیال وزیر یوې خبرې غونډې ته وویل چې شمالي کوریا ته يې د جولايي په يوويشتم تاريخ د خبرو کولو وړانديز کړی دی.