د لاسرسي ځای

د شام سرکاري مطبوعات وايي په سرښار دمشق کې د مارټر ګولیو په يو بريد کې د روس سفارت ودانۍ ته زیان اوښتی دی. سنا خبري اژانس د جولايي په شپاړسمه وويل چې يوه مارټر ګولۍ د روس پر سفارت لګېدلې او بله ورته نيزدې پريوتې.

سنا خبري اژانس زیاتوي چې د سفارت ودانۍ سره نيزدي په ډزو کې اوه تنه زخميان شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه او د سفارت پر ودانۍ حمله يوه او که دوه بېلابېل بريدونه دي. په سمدستي توګه دا هم څرګنده نه ده چې بريد چا کړی دی. پخوا وختونو کې هغو یاغیانو چې د ماسکو ملاتړلرونکي، ولسمشر اسد حکومت پر ضد جنګیږي، د روس سفارت په نښه کړی دی.

برطانيه مېشته، د شام بشري حقونو څار ادارې د جولايي په ۱۶ تاريخ وويل چې د شام په شپږ کلنې کورنۍ جګړه کې له درې لکو او دیرش زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG