د لاسرسي ځای

ناټو: په کندز کې مو کوم ښوونځی نه دی بمبار کړی


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند وايي په کندز ولايت کې یې کوم ښوونځی نه دی بمبار کړی.

د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند ((ویلیم سالوین)) د خالي په ماښام مشال راډیو ته وویل په کندز کې وروستۍ هوايي حملې د مخالفینو په اهدافو شوي دي.

خو هلته د کندز ښار د خواجه مشهد ښوونځي مدیر ویلي چې د امریکا هوايي پوځیانو د خالي په سهار په بمبارۍ کې دوو ښوونځیو ته زيان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز امنیتي چارواکي بیا وایي دا ښوونځی د هوايي بمبار په نتیجه کې نه بلکې په ډزو زیانمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG