د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د برقي زانګو غورځېدو پېښه کې ۳ کسان مړه ۲ ورک دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې چارواکو د یکشنبې په ورځ د برقي زانګو ( چیر لفټ) د غورځېدو په حادثه کې د درېوو کسانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ورکېدو خبر ورکړی دی.

د بحرين تحصيل ناظم حبيب الله ثاقب مشال راډيو ته وويل چې دا پېښه له کالام نه ۶ کیلوميټره لرې په پامير نومې کلي کي د برقي زانګو د رسۍ د شکېدو له وجې رامنځ ته شوې ده. نوموړی وايي د رسۍ د شکېدو له وجې زانګو لاندې روان سیند ته غورځېدلې وه.

د چارواکیو په وینا د دوو کسانو مړي له کالام او د یوه تن مړی د خوازه خېلې له سیند نه موندل شوي دي. دوی وايي د ورکو کسانو لټون روان دی.

د پاکستان په شمالي غرییزو سیمو کې د برقي زانګوګانو د شکېدو پېښې وخت په وخت رامنځ ته کېږي چې پکې خلک د مرګ ژوبلې سره مخ کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG