د لاسرسي ځای

هلمند: افغان ځواکونو په ناوه ولسوالۍ کې طالب ضد عملیات پیل کړي


افغان ځواکونه

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي په ناوه ولسوالۍ کي عملیات بې له مزاحمته پرمخ روان دي.

عمر ځواک مشال راډیو ته وویل تر دې دمه ۱۲ وسله وال وژل شوي او یو شمیر نور ټپي شوي دي.

عمرځواک وویل چې دوه افغان سرتېري هم ټپي شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د ۱۵مې جولايي په سهار د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ د وسله والو پرضد عملیات پیل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کي په زرګونه افغان سرتیري برخه لري.

د والي ویاند وايي عملیات به تر هغهوخته روان وي چي ټوله ناوه ولسوالۍ د وسله والو له ولکې وباسي.

په هلمند کې د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزي له خلکو غوښتنه کړې ده چي د وسله والو د پټنځایونو په اړه مالومات ورکړي.

جنرال ولي محمد احمدزي پر خلکو ږغ کړی دی چې په خپلو کورونو کې د پاتې کېدو هڅه وکړي.

ناوه ولسوالۍ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په جنوب کې پرته ده. شاوخوا نهه میاشتې وړاندې وسله والو نیولې وه.

وسله والو طالبانو د دې رپوټ تر خپرېدو د دې عملیاتو او دوي ته د اوښتو زیان د خبر په اړه څه نه دي ویلي.

هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې له پاکستان سره لګېدلی دی او یو له هغو سیمو دی چې وسله وال طالبان ډېر پکې فعال دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG