د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې څلور بهرنۍ ښځې وژل شوې دي


د مصر نقشه
د مصر نقشه

د مصر په تفریحي ښار، غردقه کې د جمعې په ورځ دوې بهرنۍ ښځې وژل شوې او څلور نورې ټپي شوې دي.

چارواکي او مطبوعاتي رپوټونه وايي چې برید کوونکي دا ښځې په چړه وهلې دي.

د سیمې ګورنر په یوه خبرپاڼه کې پېښه منلې خو دا یې نه دي ویلي چې دا ښځې د کوم هېواد وې.

د پېښې د قربانیانو د پيژندګلو په اړه بېلا بېل رپوټونه خپاره شوي دي.

د مصر رسمي خبري اژانس، الاهرام پرخپله ویب پاڼه ویلي چې دوه اوکراینۍ سیلانۍ په برید کې وژل شوې دي او څلور نورې ټپي شوې دي.

خو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د اوکراین سفیر د اوکراین مطبوعاتوته ویلي چې هېڅ اوکراینی وګړی نه دی وژل شوی.

د سیمې امنیتي مشر جنرال محمد الحمزاوي رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوه قربانیان د جرمني دي او د چک جمهوریت دوې ښځې هم ټپي شوې دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې برید کونکی نیول شوی دی او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه کېږي.

د دې وزارت چارواکو ویلي چې دا تر اوسه نده مالومه چې د برید کوونکي هدف څه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG