د ياد وزارت ویاندې ډانا وایټ ویلي چې ابو سید هغه وخت وژل شوی چې د امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر یو مرکز هوايي برید وکړ.
ډانا وایټ ویلي چې په دې برید کې د اسلامي دولت ډلې یو شمېر نور وسله وال هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې د داعش د وسله والو مشر حافظ سید یوکال مخکې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی وو.
سږ کال په پسرلي کې د دې ډلې بل مشر عبدالحسیب هم په ورته عملیاتو کې وژل شوی وو.
د عبدالحسیب تر وژل کېدو وروسته یادې ډلې ابو سید په افغانستان کې د خپلو وسله والو مشر ټاکلی وو.
د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکايي او افغان ځواکونو د روان کال د مارچ په میاشت کې د داعش پرضد ګډ عملیات پیل کړل چې هدف یې له ننګرهاره د دې ډلې ایستل او هغوي ته د دې پیغام ورکول و چې وسله وال يې په افغانستان کې هېڅ ډول پټنځايونهنه لري.
نه افغان د حکومت له خوا د دې رپوټ تر خپرېدو دریځ مخې ته راغلی او نه هم اسلامي دولت وسله والې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.
اسلامي دولت وسله واله ډله په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځو سیمو کې فعاله ده. په دې سیمو کې یې وخت ناوخته له وسله والو طالبانو سره هم نښتې رامنځ ته کېږي.
دې ډلې په تېره میاشت کې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د تورې بوړې په نامه مشهورې سمڅې قبضه کړې وې خو بیا افغان ځواکونو بیرته ورڅخه ونیولې.
توره بوړه هغه سیمه ده چې یو وخت د اسامه بن لادن په مشرۍ کې د القاعده شبکې مهم مرکز پاتې شوی وو.