د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د پشکال بارانونو تر اوسه ۷۰ کسان وژلي


د سېلاب پخوانی عکس
د سېلاب پخوانی عکس

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظاماتو کولو اداره – نیشنل ډیزاسټر منېجمنټ اتارټي – وايي ، په تېرو درو اونیو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

یادې ادارې د جمعې په ورځ په یو رپوټ کې ویلي چې د دې ۷۰ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۱۰ کسان ټپي شوي هم دي.

رپوټ لیکې چې په خيبر پښتونخوا کې ۱۱ ، په سیند کې شپږ ، په بلوچستان کې ۱۸ ، په کشمیر کې یو ، په قبایلي سیمو کې څلور او په پنجاب کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د یادې ادارې په وینا ، په وژل شوو او ټپي شوو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي خو کره شمېر یې ندی ورکړل شوی.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظاماتو کولو ادارې چارواکي وايي چې په دې بارانونو او سېلابونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۹۲ کورونه هم وران شوي چې زیاتره په خیبر پښتونخوا او کشمیر کې دي.

یادې ادارې پر خپله انټرنیټي پاڼه په راتلونکو ورځو کې د ممکنه باران او سېلاب په اړه خبرداری ورکړی دی.

ویب پاڼه لیکي چې له ۱۵مې جولايي به په پاکستان کې د پشکال د بارانونو نوې لړۍ له سیند صوبې پیل شي.

په سیند کې په ځانګړې توګه میرپورخاص ، حېدراباد او کراچۍ هغه سیمې یادې شوې دي چېري چې د زیات باران امکان دی.

په بلوچستان کې هم په راتلونکو څو ورځو کې د زیات باران امکان ښودل شوی دی چې د ږوب ، سبۍ ، مکران ، قلات او نصیراباد ډویژنونه پکې په ځانګړې توګه په ګوته شوي دي.

ویب پاڼه زیاتوي چې په خیبرپښتوننخوا ، پنجاب ، ګلګت بلتستان او کشمیر کې هم له یکشنبې تر چارشنبې د زیات باران امکان دی.

په پاکستان کې له تېرو څو کالو راهسې په هر اوړي کې د زیات باران له کبله سېلابونه راځي چې په پراخه کچه یې ځاني او مالي زیانونه رسوي دي.

XS
SM
MD
LG