د لاسرسي ځای

په کابل کې د عراق سرپرست سفیر فرزدق زهیر العلايي ویلي، د اسلامي دولت ډله یوازې د هغه هېواد نه بلکې د ټول انسانیت ګډه دښمنه ده.

دا خبره فرزدق زهیر العلايي تېر مازیګر په کابل کې له داعشه د موصل ښار بیا نیولو په مناسبت په یوه غونډه کې خبریالانو ته وکړه.

العلايي وویل، د هغو رپورټونو په اړه کره شواهد نه لري چې ګواکې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي په مې میاشت کې د روس په یوه هوايي برید کې وژل شوی.

د دوشنبې یا ګل پر ورځ عراقي وزیراعظم حیدر العبادي له داعشه د موصل ښار ازادولو اعلان وکړ.

افغانستان تېر کال د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ په نړیوال اېتلاف ورګډ شو.

افغان ځواکونه د هېواد په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG