چینايي چارواکي وايي، د سولې نوبېل انعام ګټونکی لو شاوبو چې په سرطان اخته وو، په بند کې مړ شوی دی.
نوموړی د پنجشنبې په ورځ پر داسې حال ومړ چې بیجنګ هغه نړیوالې غوښتنې له پامه وغورځولې چې شاوبو دې د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې خوشې کړي او بهر تګ ته دې پرېږدي.
د نړۍ مشرانو او نړیوالو سازمانونو د جمهوریت فعال ۶۱ کلن شاوبو پر مړینه خپګان ښودلی.
نوموړی څه د پاسه یو میاشت مخکې له زندانه، تر سخت څار لاندې روغتون ته انتقال شو.
د شمال ختیځ شېنیانګ ښار چارواکي وايي، شاوبو درې ورځې مخکې د ځیګر سرطان وروستي پړاو د درملنې په موخه د روغتون د انتهايي نګهداشت څانګې ته منتقل شوی وو.