د اروپایي ټولنې او د غربي بالکان د شپږو هېوادو مشرانو د جولايي په دولسم تاريخ غونډه کې په دې خبرې کړې چې څرنګه همکاري ډېره او د ۲۸ هېوادونو په اتحاديه کې د دې سيمې د شاملولو موقعې ور زياتې کړي.
دا سرمشریزه د ايټلي په بندري ښار ټریسټې کې وشوه چې د البانیا، بوسنیا، کاسوو، مېسودونيا، مونتنیګرو، سربیا او د اروپايې اتحاديې غړو هېوادونو جرمني، فرانس، ایتالیا، بریتانیا، اسټریا، کرویشیا او سلوانیا پکې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې موافقه وشوه چې۵۷۰ میلیونه ډالر په لویدیځ بالکان کې ولګول شي. په غونډه کې د نورو ۱۳میلیونو ډالرو ژمنه وشوه چې د ټرانسپورټ او انرژي په برخو کې به مصرف شي.
د لویدیځ بالکان مشران له داسې غونډو ویره لري ځکه چې دوی نه غواړي داسې انتقادونه پرې وشي چې له اروپايي هېوادو سره د دوی د یوځای کیدو د لارې خنډ شي.