د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمنسټي انټرنشنل: د موصل عملیاتو کې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي


د بخښنې نړیوال سازمان – ایمنسټي انټرنشنل وايي، عراقیو ځواکونو او د امریکا په مشرۍ کې د هغوی اتحادیانو چې د موصل ښار نیولو لپاره کومې لارې چارو استعمال کړې دي هغوی نړیوال بشري قانون تر پښو لاندی کړی او دا په جنګي جرمونو کې هم راتلای شي.

په لندن کې مېشت د بشري حقونو دې سازمان د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې اسلامي دولت ډلې هم عام خلک د ډال په توګه کارولي او په دې سره یې قصداً له نړیوال بشري قانونه سرغړونه کړې ده.

دا له هغه ورسته ده چې د عراق وزیراعظم حېدر العبادي د جولايي پر لسمه نېټه اعلان وکړ چې دوی د موصل ښار بیرته نیولی دی. یاد ښار درې کاله وړاندې اسلامي دولت وسله والې ډلې قبضه کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG