د لاسرسي ځای

توماش کینټ: ترکمن خبریال سپرمامد نیپیس کولیف دې خوشی شي


د ازادې اروپا راډیو د هغ ترکمن خبریال د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده چې دوه کاله وړاندې د داسې تورونو پر سر په زندان کې اچول شوی وو چې د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو یوې ډلې رد کړي وو او هغه یې په سیاسي توګه هڅول شوي بللي وو.

سپرمامد نیپیس کولیف د ۲۰۱۵م کال د جولايي پر ۷مه نېټه بې درکه شوی وو. تر څو اونیو د هغه هیڅ درک نه وو او بیا په ترکمنستان کې یو عدالت پر هغه د نشي توکو تورونه پورې کړل.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې یوازې له هغه څخه د نوموړي د خبریالۍ غچ اخیستنه ده.

د ازادې اروپا راډیو مشر توماش کینټ د سېشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې سپرمامد نیپیس کولیف ته د هغه د ژورنالیزم سزا ورکول کېږي.

توماش کینټ ویلي ، نوموړی په داسې حال کې تورن ګرځول شوی چې هغه نه وکیل درلود او نه هم په څرګنده پرې مقدمه چلول شوې ده.

د توماش کینټ په وینا ، پر سپرمامد نیپیس کولیف لګېدلي تورنه جوړ کړل شوي دي او هغه باید په سم دستي توګه خوشی کړل شي.

XS
SM
MD
LG