د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ مشر زوی ډونلډ ټرمپ جونیر داسې ایمېلونه خپاره کړي دي چې ګواکي له روسي حکومت سره مشکوکې اړیکې لرونکې یو وکیلې ده ته د داسې مالوماتو وړاندیز کړی وو چې د ولسمشرۍ لپاره په کمپاین کې یې د ده د پلار مرسته کولای شوای.
ډونلډ ټرمپ جونیر له دې وکیلې سره په ۲۰۱۶م کال کې لیدلي وو. نوموړي دا ایمېلونه د سېشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه خپاره کړي دي.
نیویارک ټایمز ورځپانې د تېرې اونۍ په پای کې خبر ورکړی وو چې ډونلډ ټرمپ جونیر له روسۍ وکیلې نتالیا ویسل نیڅکایا سره د تېر کال د جون پر ۹مه نېټه لیدلي وو. دا هغه وخت وو چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ کمپاین مخ پر توندېدو وو.
نیویارک ټایمز د نامالومه سرچینې له خولې لیکلي وو چېد روب ګولډسټون په نامه یو تشهیر کوونکي ډونلډ ټرمپ جونیر ته یو ایمېل لېږلی وو.
دا هغه کس وو چې د ډونلډ ټرمپ جونیر او روسۍ وکیلې نتالیا ویسل نیڅکایا ترمنځ یې د لیدو کتو زمینه برابره کړې وه.
د ورځپانې په وینا ، په دې ایمېل کې د روسي حکومت له خوا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ کمپاین په لړ کې د مرستې په توګه د ممکنه زیان رسوونکو مالوماتو وړاندیز شوی وو.