د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: بې پیلوټه الوتکې د داعش ۱۰ غړي وژلي


د افغانشتان د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي ، د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې نژدې لس غړي وژل شوي دي.

د کونړ امنيې قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان نن مشال راډیو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پرون مازیګر د دوټه پور ولسوالۍ د کټار په غرنۍ سیمه کېد داعش پر یو مرکز برید کړی چې پکې يي نزدې لس وسله وال وژلي دي.

فرید الله دهقان وویل ، په دې برید کې عامو خلکو ته کو زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG