د لاسرسي ځای

تازه خبر

حېدر هوتي: حکومت او اپوزېشن باید د سپریم کورټ پرېکړه ومني


د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر او پخوانی وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي وايي ، د پاناما اسنادو په اړه د سپریم کورټ پرېکړه باید حکومت او اپوزېشن ټول ومني.

امیر حیدر خان هوتي دا خبره د سېشنبې په ورځ ناوخته له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړه.

پاکستان پپلز ګوند او تحریک انصاف له وزیراعظم نواز شریف څخه غوښتنه کړېده چې په سم دستي توګه استعفی وکړي.

د واکمن مسلم لیګ نون ډلې مخکښان وايي ، دوی به په سپریم کورټ کې د دې مسلې دفاع کوي.

دا له هغه ورسته ده چې د پاناما اسنادو په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې ډلې خپل رپوټ سپریم کورټ ته وړاندې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG