د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق وزیر اعظم د داعش په واړندې خپل بریا اعلان کړه


د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي پرون په سرکاري ټیلي ویژن د خبرو پر مهال د داعش په وړاندې بریا په رسمي توګه اعلان کړه او دا یې د داعش لپاره چې درې کاله مخکې یې خلافت اعلان کړ، تر ټولو لویه ماتې وبلله.

حیدر عبادي وویل، د هغې ترهګری او خلافت د ختمیدو ، ناکامه کېدو او راغورځیدو اعلان کوي چې داعش له موصله اعلان کړی وو. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داعش ته په موصل کې له ماتې ورکولو سره عراق ته مبارکي ویلي ده.

د دی اعلان څو ساعته وړاندې ځېنو خبریالانو په موصل ښار کې سختې جګړې لیدلې وې او تر اوسه دا مالومه نه ده چې هلته نښتې پایې ته رسیدلې او کنه.

حیدر عبادي د جولایي پر نهمه موصل ته د دورې پر مهال امنیتي سرتېرو ته په داسې وخت کې مبارکي ورکړې وه چې دغلته په نږدیو سیمو کې جګړې روانې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG