د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د داعش له لوري د دوو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر رد کړ دی.

داعش د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوی په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو کاروایانې په شا تمبولې او دوه امریکايي پوځیان یې وژلي دي.

خو ناټو د دوشنبې په ورځ وویل چې د داعش ادعا له حقیقت سره سمون نه خوري او یادو امنیتي ځواکونو په عین حال کې تایید کړه چې د جمعې په ورځ د دوی دوه سرتېري په ننګرهار ولایت کې ژوبل شوي او له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

XS
SM
MD
LG