د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي


امریکايي چارواکو ویلي، د دوشنبې پر ماښام په میسیسپي ریاست کې یوهامریکايي پوځي الوتکه غورځيدلې چې پکې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د میسیسپي ریاست د جېکسن په شمال کې شاوخوا ۱۰۰ میله لرې په لیفلور سیمه کې د الوتکې راغورځيدو لا املونه تر اوسه چارواکو نه دي ورکړي.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي، د حادثې له وجې الوتکه تباه شوه او اور ورته ولګیده. د لیفلور سیمې د بیړنیو چارو د ادارې مشر فریډ رېنډل ویلي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. د میسیسپي ګورنر فیل بریانټ پر فیسبوک ویلي چې دا یوه حادثه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG