د لاسرسي ځای

په ترکیه کې د سلګونو زرو خلکو لاریون چې ۲۵ ورځې وړاندې پیل شوی وو او د هیواد په لر بر کې یې ۴۵۰ کیلومیټره مزل کړی، په خپل وروستي پړاو کې استنبول ته رسیدلی. مظاهره کونکي په ترکیه کې د بیړني حالت د ختمولو غوښتنه کوي.

د سي ایچ پي په نوم د اپوزیشن ګوند مشر کمال کیلیک ـ دا ـ روګلو د جولای په نهمه له انقرې د لاریون په ترڅ کې د استنبول د ښار مرکزي چوک ته رسیدلی او مظاهره کونکیو ته یې ویلي چې ، دوی د انصاف لپاره راوتلي، کوم چې نه تر سترګو کېږي.

د اپوزیسون مشران وايي ۱۶ لکو خلکو د دوی په لاریونونو کې ګډون کړی خو په خپلواکه توګه د دې شمېرې پخلی نه شي کیدی. د سي این این ترکي د راپور له مخې د مظاهره کونکیو د کنترولولو لپاره څه نا څه ۱۵۰۰۰ پولیس موظف شوي دي.

مظاهره کونکي د بیړني حالت د ختمولو غوښتنه کوي کوم چې د تېر کال په جولای کې د ناکامې کودتا نه پس لګول شوی. دوی همدا رنګه د زرګونو ملکي مامورینو، پولیسو پوځیانو او نورو کارکونکیو د بیرته بحالول غوښتنه کوي کوم چې له کاره لرې کړل شوي دي. د یوې اندازې ترمخه د ناکامې کودتا نه پس ۴۰۰۰۰ پورې کسان زندان ته لېږل شوي دي.

XS
SM
MD
LG