د لاسرسي ځای

د امريکا بهرنيوو چارو وزير د کودتا په وړاندې د ترکانو ودرېدل وستايل


د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان او ریکس ټيلرسن

د امریکا بهرنيوو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د اوکراين له سفر وروسته استنبول ته رسیدلی او د کودتا کوونکو په وړاندې د خپل جمهوریت د دفاع لپاره په ودریدلو یې د ترکي د خلکو ستاینه وکړه.

په ترکي کې د تیر کال د جولاي په پنځلسمه نیټه ناکامه کودتا شوې وه.

پرون په استنبول کې د تیلو په اړه د یو کانفرنس پرمهال وینا کې ټیلرسن د هغو ګامونو ذکر ونه کړ چې تر دغې ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت دمشکوکو کسانو پرضد پورته کړي دي.

تیره ورځ نوموړي د اوکراین د سفر پرمهال روس ته په واضحه توګه پیغام ورکړ چې د اوکراېن په ختیځ کې د خرابو حالاتو سمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د اوکراين کورنۍ جګړه له ۲۰۱۴م کال راهیسې روانه ده چې پکې تر اوسه له لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG