د لاسرسي ځای

څارونکې ډلې وايي د شام په جنوب لویدیځ کې د امریکا او روس په منځګړتوب رامنځ ته شوې ډزبندۍ لومړۍ ورځ ښه تېره شوه. تیره ورځ په برتانیا کې مېشت د شام د انساني حقونو د څار ادارې وویل د پرون غرمې راهیسې پيل شوي اوربند که څه هم وړې وړې خلاف ورزۍ وشوې خو په عمومي توګه ارامي وه.

د روس، امریکا او اردن چارواکو په منځګړتوب ترسره شوې دې لوظنامه کې هڅه شوې چې په شام کې د بشارلاسد د ځواکونو او د امریکا ملاتړ لرونکي حکومت مخالفو باغیانو ترمنځ روانه شخړه کې کمی راشي. دواړه خواوې له تیرو شپږو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیلې دي.

د جنګ بندۍ په دې لوظنامه کې د اردن سره پر پوله د شام په جنوب لویدیځ کې درې صوبې (درعا، سویدي او قونیترا) شاملې دي.

XS
SM
MD
LG