د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي وزیراعظم له داعشه د موصل ښار بيا نيول ولمانځل


پوځيانو د عراق وزيراعظم ته هرکلی ووايه
پوځيانو د عراق وزيراعظم ته هرکلی ووايه

وزيراعظم حېدر العبادي پرون عراقي ځواکونو ته په دې بریا مبارکي وویله. موصل ښار چې له تیرو دریو کلونو راهیسې د داعش په ولکه کې وو تر اتوو میاشتو جګړې وروسته له یادې وسله والې ډلې بیرته ونیول شو.

د عراق د وزیراعظم له دفتره خپاره شوي بیان کې راغلي چې العبادي پرون د ازاد شوي موصل ښار دوره وکړه او په دې ستره بریا یې بهادرو ځواکونو او عراقي ولس ته مبارکي ورکړه.

د تیر کال په اکتوبر کې د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونو د موصل عملیات پيل کړي وو چې اول یې د دې ښار جنوبي او بیا لویدیځې برخې ازادې کړې او په اخر کې یې زوړ ښار هم ونیوه چیرته چې د داعش وسله والو اخري مزاحمت جاري ساتلی وو.

د ملګرو ملتونو د شمیرو ترمخه په دې جګړه کې ترټولو لوی زیان ولسي خلکو ته اوښتی چې په زرګونو یې وژل شوي او نزدې لسو لکو پورې یې خپلو کورونو پریښودلو ته مجبوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG