د لاسرسي ځای

صديقي: چارواکي دې د پاکستان اغزن تار په اړه ځواب ووايي


د افغانستان د مشرانو جرګه یا سینټ وایي حکومت ته پکار دي چې د افغانستان خاورې ته د پاکستاني پوځیانو پرمختګ او د دوی له خوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار غځولو څېړنه وکړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي چې د پرونۍ غونډې مشري یې کوله د سينيټ له اړوندو کميسنونو غوتې چې چارواکي د پوښتنو لپاره وروغواړي.

پاکستان د ډیورڼد کرښې په ځینو برخو ازغن تار لګوي او وايي چې دا ګام د وسله والو د تګ راتګ مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو په ګټه دی. بلخوا افغانستان ډيورنډ کرښه نه مني.

XS
SM
MD
LG