د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د وزیرستانیو کډوالو ستنېدنه بیا پیلیږي


د خوست ګلان کېمپ
د خوست ګلان کېمپ

د شمالي وزيرستان پولیټیکل انتظامیه وايي د افغانستان په خوست ولایت کې د مېشتو وزیرستانيو کډوالو د ستنېدو بهیر به د دوشنبې ورځې نه پیل شي.

د شمالي وزيرستان مرستیال پوليټکل ايجنټ محمد انور خان شيراني د خالي په ورځ مشال راډيو ته وويل چې له خوسته د وزيرستان د کډوالو واپسي چې په تېر څ مهال کې بنده شوې وه، اوس به يې بيا شورو کوي. ده زياته کړه:

په خوست کې مېشت وزیرستانیان
په خوست کې مېشت وزیرستانیان

((اوله قافله به د خدرخېلو وي چې په هغې کې به ۱۲۰ کورنۍ بیرته ستنې شي. دا لړۍ به روانه وي او هره ورځ به په همدومره شمېره کې کډوال راستنوو.))

مرستيال پوليټکل ايجنټ وويل چې له خوسته تر اوسه پورې له درېوو زرو زياتي کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوې دي. نوموړی د پاتې کډوالو په اړه وايي:

((اوس چې له موږ سره کومې راجستر شوې کورنۍ پاتې دي، د هغوی شمېره دوه زره ده.په دې کې ۱۲۰ کورنۍ د خدرخېلو دي، پاتې نور د مداخېلو کډوال دي.))

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ وايي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو سره یې خبرې کړي او د هغوی د واپسۍ لپاره یې هم اقدامات پیل کړي دي.

په ۲۰۱۴ م کال کې، په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملياتو له وجې په زرګونو کورنۍ د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د افغانستان خوست ولایت ته هم کډه شوې وې.

XS
SM
MD
LG