د لاسرسي ځای

تر ډېرې تلوسې وروسته، بلاخره د جرمني په همبورګ ښار کې د جولای پر اوومه نېټه د شلو سترو اقتصادي هېوادونو د سرشمريزې په څنډه کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د روسي سيال ولادمير پوتين تر منځ ملاقات وشو. که څه هم د واشنګټن او ماسکو د مشرانو تر منځ ليدو کتو په بېلا بېلو حوالو تاريخي ويل کېږي نو په داسې حال کې د ټرمپ او پوتين ليدنه هم تاريخي بلل کېدای شي.

يو شمېر امريکايي او روسي شنونکو او کتونکو د څو ورځو راهيسې په ځير سره دا تعقيبوله چې د ټرمپ او پوتين تر منځ به د ملاقات پر مهال څوک موجود وي. په پای کې څرګنده شوه چې د دواړو هېوادونو دوه لوړ پوړې سفارتکاران په ملاقات خونه کې له خپلو مشرانو سره يو ځای دي. د ملاقات په کوټه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن او د دهغه روسی سيال سرګي لاوروف موجود ول او ژباړونکو هم د دوی ملتيا کوله.

په نړيوالو غونډو کې د مشرانو تر منځ روغبړ ته ډېر په خير کتل کېږي. امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره په جلا انداز روغبړونه وکړل. د جرمني د حکومت لخوا خپره شوې يوه ويډيو ښیي چې ټرمپ په داسې حال کې خپل لاس پوتين ته ور اوږد کړ چې چارواکي پر يو مېز راڅرخېدلي ولاړ ول. ټرمپ په مسکا کولو پوتين پر څينګله وټکاوه او بيا وروسته يې يې هغه وخت پر ملا هم وټکاوه کله چې دواړه له يو بل سره څنګ پر څنګ ولاړ ول.

د ټرمپ او پوتين تر منځ د ملاقات لپاره په پېل کې له ۳۵ تر ۴۰ دقيقو پورې وخت په پام کې نیول شوی و خو امریکايي او روسي چارواکو وویل چې د پلان خلاف ا ملاقات دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ. تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ولادمير پوتين وويل چې ده او ټرمپ د اوکراین او شام، ترهګرۍ ضد مبارزه، او پر انټرنېټي جرايم او انټرنېټي امنيت خبرې وکړې خو نور تفصيل يې ورنکړ. تر دې وروسته د روس د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف يوې خبري غونډې ته وويل چې دواړو ولسمشرانو په شام کې پر اوربند موافقه کړې چې سر له سبا (يکشنبې) به پېل شي.

د امريکا او روسيې د ولسمشرانو تر منځ چې څه وويل شول، هغه ارزښت لري خو چې څه ونه ويل شول، هغه هم بې ارزښته نه دي. لاوروف ويلي چې د امريکا لخوا په نيويارک کې د روسيې د دوو سفارتي ودانيو ماسکو ته د بېرته سپارلو په اړه هيڅ ډول موافقه ونشوه. دا دوې ودانۍ د د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما انتظاميې د دې هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې په تورن ډول د روسيې د مداخلت په غبرګون کې نيولي وې. د روسيې حکومت په دې اړه په واز کومې شکايت کړی او ګواښ يې کړی چې په بدل کې به په ماسکو کې د امريکا سفارتي ودانۍ ونيسي.

تر ټولو لويه مسله چې ټرمپ او پوتين دواړه ورسره مخاخ دي او دواړه انکار ورڅخه کوي، د امريکا د ۲۰۱۶م په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې مداخلت دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن ويلي چې د دواړو مشرانو د ملاقات پر مهال ټرمپ دا اندېښنه راپورته کړه خو د روسيې مشرانو په دې اړه د ثبوت غوښتنه وکړه. بلخوا سرګی لاوروف ويلي، ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې دی د ولسمشر پوتین په دې خبرې پوهېدلی دی چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روس د لاسوهنې رپوټونه رښتیا نه دي.

XS
SM
MD
LG