د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د شمالي کوریا پولې ته نژدې پوځي مشقونه کړي


د امريکا دوو جنګي الوتکو په جنوبي کوريا کې دشمالي کوريا پولې ته نزدې پوځي مشقونه کړي دي.

دا له هغه وروسته ده چې شمالي کوريا د بين البراعظمي بيلسټيک توغندي ازموینه وکړه کومه چې د دوي په وینا د ايټمي وسلو وړلو توان هم لري

د جنوبي کوريا پوځ په يو بيان کې ويلي دي چې د مشقونو مقصد د شمالي کوريا بين البراعظمي توغندي په غبرګون کې سخت ځواب ورکول وو.

په بيان کې ويل شوي دي چې په پوځي مشقونو کې ((بې ون بې)) جنګې الوتکو برخه اخستې چې د حنوبي کوريا جنګي الوتکې هم ورسره ملې وې.

دوي ویلي چې امريکايي الوتکو تر نهه سوه کلوګرامه پورې اسمارټ بم غورځولی چې قلعه نما بنکر تباه کولو توان لري.

شمالي کوريا د جولايي پر څلورمه نيټه بين البرعظمي مزايل ازماينه کړې وه چې د امريکا الاسکا رياست په نښه کولاي شي.

جنوبي کوريا ويلي ول چې د مزايل تجربه د خبرداري يو سخت پيغام وو. بلخوا د امريکا د ميزائل دفاع اداري پرون ويلي دي چې ډير ژر به په الاسکا رياست کې د بیلسټیک ميزائل ضد نظام ازماينه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG