د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په بهاولپور کې د ټېنکر پېښې له کبله شیل کمپنۍ جرمانه کړه


پاکستان د جمعې په ورځ د تيلو نړيوالۍ کمپني شیل ته امر ورکړی چې د تيلو ټانکر په پيښه کې د وژل شویو ۲۰۰ نه زیاتو کسانو ته لږ تر لږه دوه اعشاريه شپږ ميلونه ډالره تاوان ورکړي.

په هغه ټېنکر کې چې د رائل هالینډ شیل وه، د پنجاب په بهاولپور کې د جون په ۲۵مه نيټه واوښتو او په کې اوور وليګدو.

هغه ټانکر له کراچۍ نه لاهور ته ۵۰۰۰۰ لیټره تېل لیږدول. په پيښه کې د وژل شوو کسانو شميره هم زياته شوې ده.

په هغه پيښه کې د وژل شوو شمېر د جمعې په ورځ ۲۱۸ ته ورسېدی. په دې پېښه کې ۳۸ ټپي شوي کسان لا هم په روغتون کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG