د لاسرسي ځای

په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو تر واکمنۍ لاندې ښار، لوهانسک کې چارواکي وايي چې په دې ښار کې د جمعې په ورځ په دوو چاودنوکې یو تن وژل شوی او پنځه تنه زخمیان شوي دي.

په لوهانسک کې د روس د ملاتړکونکوو بېلتون غوښتونکو د یوې ډلې ویاند اندرې ماروچکو وویل چې یوه چاودنه د خوراکي موادو په یوه دوکان کې وشوه.

دوهمه چاودنه د قانون د حاکمیت ځواکونو د څېړنې په ځای کې شوې ده.

اندرې ماروچکو دا چاودنې ترهګرې حملې وبللې او پړه یې پر ناڅرګندو اوکرایني حمله کونکو ور واچوله.

هغه وویل چې دا چاودنې د اوکراین د لانجې حل لپاره په هامبورګ کې د روس او امریکا د ولسمشرانو پر خبرو د منفي اغېز لپاره شوې دي.

روس د اوکراین په بحران کې چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر ۱۰۰ زره زیات خلک پکې وژل شوي، د اوکراین د حکومت د مخالفو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG