د لاسرسي ځای

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ښېوې ولسوالۍ مرکز اړوند د سید جماالدین افغان لیسې ته څېرمه نن د شنبې پر سهار ۷ نیمې بجې په عمومي سړک د ملک عبدالروف په موټر پورې د تړل شوو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي د چاودنې له امله په موټر کې ناست قومي مشر ملک عبدالروف وژل شوی او ور سره ناست يوه ميرمن او یو بل تن ټپيان شوي.

نوموړی وايي همدا راز په دې سیمه کې دوه تنه دکانداران هم ټپيان شوي دي چې روغتیايي حالت يې نازک دی.

د دې پيښې ذمه واري تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG